سوره النحل (مچۍ) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۳۲

الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ طَيِّبِينَ ۙ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 32 ٣٢

هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: په تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول (۳۲)

تفسیر
هغه کسان چې ساه اخلي ملک الموت او د هغه ملګري د هغوی نه پداسې حال کې چې د هغوی زړونه د کفر نه پاک وي، ملاېکې به ورته داسې وايې: سلام دي وي پرتاسې، د هر یو مصیبت نه په امن کې یاستئ، ننوځئ تاسې جنت ته په سبب د هغو عملونو چې تاسې کول په دنیا کې د صحیح عقیدې او نیک عمل څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ