او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى دى: كه چېرې الله غوښتلې (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګې كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل (۳۵)
تفسیر
او ویلي دي هغو کسانو چې د الله تعالی سره یې په بندګۍ کې نور څوک شریک کړي وو: که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ یواځې د هغه بندګي وکړو، او هیڅ څوک ورسره شریک نه کړو نو مونږ به بل د هیچا بندګي نه وی کړی، نه مونږ او نه زمونږ پلرونو مخکې زمونږ څخه، او که چیرته الله تعالی غوښتلی وی چې مونږ دې هیڅ شی هم حرام نه کړو نو مونږ به نه وی حرام کړی، د دې باطل دلیل په شان پخوانیو کافرانو هم ویلي وو، نو نشته په پیغمبرانو باندې مګر رسول ښکاره د هغه څه چې دوی ته پرې امر شوی، او یقینا هغوی رسول کړي وو، او د کافرانو لپاره په تقدیر باندې عذر نیول هیڅ دلیل نه دی وروسته د دې نه چې الله تعالی دوی ته اراده او اختیار ورکړی و، او دوی ته يې پیغمبران لیږلي وو.