سوره النحل (مچۍ) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۳

خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ تَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ 3 ٣

هغه اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه اوچت دى له هغه چې دوى يې ورسره شریكوي (۳)

تفسیر
الله تعالی اسمانونه او ځمکه په داسې ډول پیداکړي چې مخکې يې مثال نه و د حق د ښکاره کولو لپاره، نو دا دواړه يې بې فایدې نه دي پیداکړي، بلکې دا دواړه يې د دې لپاره پیدا کړي چې د هغه پر لویۍدلیل وي، پاک دی الله تعالی د دوی د شریک جوړولو نه د دې سره بل څوک.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ