سوره النحل (مچۍ) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۴۵

أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ 45 ٤٥

ایا نو هغه كسان چې ناكاره مكرونه يې كړي دي؛ له دې نه په امن كې شوي دي چې الله دوى په ځمكه كې ډوب كړي یا دوى ته عذاب له داسې ځایه راشي چې دوى (پرې) نه پوهېږي (۴۵)

تفسیر
آیا په امن کې دي هغه کسان چې چلونه ئې جوړول د دې لپاره چې د الله تعالی د لارې نه خلک بند کړي د دې نه چې ښکته به بوځي الله تعالی دوی لره په ځمکه کې لکه څرنګه چې ئې په قارون ښکته کړې وه، او یا به ورته د داسې طرف نه عذاب راشي چې دوی يې د راتګ هیڅ فکر نه کاوه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ