سوره النحل (مچۍ) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۴۹

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ دَابَّةٍ وَالْمَلَائِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ 49 ٤٩

او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي (۴۹)

تفسیر
او یواځې الله تعالی ته سجده کوي ټول هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکو کې دي د زنده سرو (ګرځیدونکو نه په ځمکه کې) نه، او خاص یواځې هغه ته ملاېکې هم سجده کوي، او هغوی د الله تعالی د بندګۍ او تابعدارۍ نه لويي نه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ