سوره النحل (مچۍ) (آیت 54)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۵۴
ثُمَّ إِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْكُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ
بیا كله چې هغه له تاسو نه تكلیف لرې كړي (، نو) ناڅاپه یوه ډله په تاسو كې له خپل رب سره شریكان جوړوي (۵۴)
تفسیر
بیا چې کله الله تعالی ستاسې دعا قبوله کړي نو ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې کوم درته رسیدلی و نو په دغه وخت کې یوه ډله ستاسې نه د خپل رب سره شریکان جوړوي، داسې چې د هغه سره د بل چا بندګي هم کوي، نو دا څومره بد کار دی؟!.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: