سوره النحل (مچۍ) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۵

وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا ۗ لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ 5 ٥

او څاروي، هغه يې پیدا كړي دي، تاسو لپاره په دوى كې د ګرمۍ اسباب او (نورې) ګټې دي او ځینې په دوى كې تاسو خورئ (۵)

تفسیر
او چارپایان د اوښانو او غواګانو او ګډو څخه الله تعالی ستاسو د فایدو لپاره پیداکړي -ای خلکو- او د دې د فایدو څخه ګرموالی دی د هغې په وړیو او وژغنو، او نورې فایدې دي د دې په شیدو او څرمنو او شاګانو کې، او د دې څخه تاسو خوراک هم کوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ