سوره النحل (مچۍ) (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۶۱

وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَا تَرَكَ عَلَيْهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَٰكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ 61 ٦١

او كه چېرې الله خلق د ظلم په وجه نیولى (، نو) هغه به د دې (ځمكې) په سر هېڅ خوځنده نه و پریښى او لېكن هغه دوى تر مقررې نېټې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي (بيانو) دوى یوه ګړۍ نه وروسته كېږي او نه مخكې كېږي (۶۱)

تفسیر
او که سزا ورکولی الله پاک خلکو ته د هغوی د ظلم او په هغه باندې د کفر په وجه نو پریښودی به يې نه وای په ځمکه باندې هيڅ یو انسان او نه حیوان چې د ځمکې پر مخ حرکت کوي، خو لیکن هغه پاک ذات وروسته کوي دوی لره نیټې مقرری ته په خپل علم کې، نو کله چې دغه د هغه په علم کې مقرره نېټه راشي دوی نه وروسته کیږي د هغې نه او نه مخکې کیږي د هغې نه، او اګر که لږ وخت هم وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ