سوره النحل (مچۍ) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۶۵

وَاللَّهُ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ 65 ٦٥

او الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې په هغو سره ځمكه راژوندۍ كړې ده د هغې له مرګ نه پس، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې اوري (۶۵)

تفسیر
او الله تعالی د اسمان له طرفه باران نازل کړی، نو راژوندۍ کړي يې ده په دغه باران سره زمکه په راویستلو د بوټو وروسته له هغې نه چې وچه کلکه وه، یقینا د اسمان له طرفه د دې باران په راوریدلو کې، او په دې باران سره د بوټو په راویستلو کې خامخا ښکاره دلیل دی د الله تعالی په قدرت باندې د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی خبري اوري او سوچ او فکر پکې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ