سوره النحل (مچۍ) (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۶۶

وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً ۖ نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهِ مِنْ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ 66 ٦٦

او بېشكه تاسو لپاره په څارویو كې خامخا لوى عبرت دى، مونږ تاسو ته در څښوو ځینې له هغو څیزونو څخه چې د دوى په ګېډو كې دي د غوشايیو او وینې په مینځ كې خالص شیده (پۍ) چې د څښونكو لپاره له حلق نه په اسانۍ سره تېرېدونكي دي (۶۶)

تفسیر
او تاسې لره -ای خلکو- په اوښانو او غواګانو او مېږو کې خامخا عبرت دی چې تاسې پرې عبرت واخلئ، داسې چې مونږ په تاسې باندې څښوو د هغوی د غولانځو نه شیدې (پۍ) چې راوتونکي دي د مینځ د هغه څه نه چې په خیټه کې دي د خوشایانو نه او هغه چې په جسم کې دي د وینې نه، او سره د دې نه بیا هم خالص صفا خوندور شیده راوځي چې پاک او ښایسته وي څښوونکو لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ