سوره النحل (مچۍ) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۶۸

وَأَوْحَىٰ رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ 68 ٦٨

او ستا رب د شاتو مچیو ته په زړه كې واچوله چې په غرونو كې كورونه جوړ كړه او په ونو كې او په هغو كې چې خلق يې لوړ جوړوي (۶۸)

تفسیر
او ستا رب په زړه کې واچوله -ای پیغمبره- مچۍ ته، او هغې ته يې ښودنه کړي چې: ونیسه ځان ته په غرونو کې کورونه، او ونیسه ځان لره کورونه په ونو کې، او په هغو ابادیو کې چې خلک يې جوړوي او په څپرونو کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ