سوره النحل (مچۍ) (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۶۹

ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ۚ يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 69 ٦٩

بیا ته خوره له هر قسمه مېوو څخه، نو ته ځه د خپل رب په لارو باندې چې اسانې دي، د دوى له خېټو نه مشروب راوځي چې رنګونه يې مختلف دي، په ده كې د خلقو لپاره شفا ده، بېشكه په دې كې لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي (۶۹)

تفسیر
بیا خوره د هرې میوې نه چې ستا خوښه وي، او په هغو لارو لاړه شه چې ستا رب يې تا ته د تللو ښودنه کړې پداسې حال کې چې تاته به تابع وي، راوځي د دې مچیو د خیټو نه شات چې مختلف رنګونه لري، په دې کې سپن او زیړ او نور رنګونه دي، په دې کې خلکو لره شفا ده، چې د مرضونو علاج پرې کوي، یقینا خامخا د مچیو په دې الهام کې او په دې شاتو کې چې د دې د خیټو نه راوځي خامخا دلیل دی د الله تعالی په قدرت او د هغه په تدبیر باندې د خپلو مخلوقاتو چارو لره د هغه قوم لپاره چې فکر کوي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې عبرت اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ