الله یو مثال بيانوي چې یو مملوك مريى دى چې په هېڅ شي قدرت نه لري او (بل) هغه څوك دى چې مونږ هغه ته له خپل جانبه ښكلى رزق وركړى دى، نو هغه له ده نه په پټه او ښكاره انفاق كوي، ایا دوى سره برابرېږي؟ ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، بلكې د دوى زیاتره نه پوهېږي (۷۵)
تفسیر
بیان کړی الله پاک مثال لپاره د رد کولو په مشرکینو باندې: یو بنده چې غلام (مرېی) هم وي او د واک نه هم عاجز وي، هغه سره څه نه وي چې خرچ يې کړي، او بل بنده چې ازاد وي مونږ ورله د خپل فضل نه حلال مال هم ورکړی وي، چې څرنګه يې خوښه وي همغه شان واک پکې کوي، نو هغه د دې مال نه خرچ کوي په پټه او ښکاره څرنګه چې وغواړي، نو دا دواړه کسان ندي برابر، نو څرنګه تاسې برابروالی راولئ د الله تعالی -چې څښتن او واکدار دی په خپله بادشاهئ کې څرنګه چې وغواړي- او ستاسې د عاجزو بتانو ترمنځ؟! ټول ثنا او صفتونه خاص الله تعالی لره دي چې د ثنا مستحق دی، بلکې اکثر د مشرکینو نه د الله تعالی په عبادت سره یواځې والي باندې نه پوهیږي.