او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، په هېڅ شي قدرت نه لري، په دې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، ایا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى (۷۶)
تفسیر
او بیان کړی الله تعالی بل مثال په مشرکینو باندې د رد لپاره چې هغه د دوه کسانو مثال دی: یو د هغوی نه چاړا دی چې هیڅ نه اوري او نه خبرې کولی شي او نه په څه پوهیږي؛ د هغه د کوڼوالي او ګونګوالي د وجې نه، ځان ته هم فایده نشي رسولی او بل چا ته هم فایده نشي رسولی، او هغه دروند بوج وي په خپل مالک باندې، څوک چې د دې پاملرنه کوي، چې کوم طرف ته يې ولیږي هیڅ خیر نه راوړي، او خپل مقصد ته هم نشي رسیدلی، آیا برابر دی هغه څوک چې د ایې حال وي د هغه چا سره چې هغه برابر وي اوریدل او خبرې هم کولی شي، بل چا ته یې خیر هم رسیږي، نو هغه خلکو ته امر کوي په عدل سره، او په خپل هم برابر وي، نو په سمه لاره روان وي چې هیڅ شک او کوږوالی پکې نه وي؟! نو څرنګه تاسې برابروالی راولئ -ای مشرکینو- د الله تعالی تر منځ چې د عزت او کمال صفتونه لري او ستاسې د بتانو تر منځ چې نه څه اوریدل کولی شي او نه څه ویلی شي، او نه چا ته خیر رسولی شي، او نه د چا څخه ضرر لری کولی شي؟!.