او خاص د الله لپاره دى غیب د اسمانونو او ځمكې۔، او د قیامت امر نه دى مګر په شان د رپ د سترګو، یا هغه زیات قریب دى (له دې نه هم) بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۷۷)
تفسیر
او یواځې الله تعالی لره علم د هغه څه چې پټ دي په اسمانونو کې، او علم د هغه څه چې پټ دي په ځمکه کې، نو هغه یواځې خاص دی د دې په علم باندې پرته له نورو د هغه د مخلوقاتو څخه، او ندی حال د قیامت هغه چې د خاصو پټو علمونو نه دی په تلوار سره راتللو کې کله چې يې وغواړي مګر په شان د بندولو د بڼو د سترګو او د خلاصولو د هغې، بلکې د دې نه هم ډیر نږدې، یقینا الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شي يې نشي عاجز کولی، کله چې د څه اراده وکړي نو ورته ووایي: شه! نو وشي (پیداشي).