او الله تاسو لپاره له هغو څیزونو نه چې ده پیدا كړي دي سیوري پيدا كړي دي او تاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګې هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ (۸۱)
تفسیر
او الله تعالی جوړ کړي تاسې لره د ونو او ابادیو نه هغه څه چې تاسې پرې سیوری حاصلوئ د ګرمۍ نه، او جوړ کړي ئې دي تاسې لره د غرونو نه سمڅې او غارونه چې تاسې پکې پټیږئ د یخنۍ او ګرمۍ او د دښمن نه، او جوړکړي يې دي تاسې لره کمیسونه او جامې د مالوچو او نورو شیانو نه چې ستاسې نه ګرمي او یخني بچ کوي او تاسې لره زغرې جوړې کړي چې د یو بل نه مو د جنګ په وخت کې ساتي، نو اسلحه ستاسې بدنونو ته نه دررسیږي، لکه څرنګه چې الله تعالی په تاسې د پخوا نه نعمتونه کړي همداسې پوره کوي په تاسې باندې نعمتونه خپل، امید دی چې تاسې یواځې الله تعالی ته غاړه کیږدئ، او د هغه سره هیڅ شی هم شریک نه کړئ.