سوره النحل (مچۍ) (آیت 92)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۹۲

وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَىٰ مِنْ أُمَّةٍ ۚ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ ۚ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ 92 ٩٢

او تاسو د هغې ښځې په شان مه كېږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مضبوطوالي نه پس بېرته اومه كول، په دې حال كې چې ټوټې ټوټې وي، تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه جوړوئ، په دې وجه چې وي یوه ډله، هغه ډېره زیاته له بلې ډلې څخه، همدا خبره ده چې الله تاسو په دې سره ازمايي او خامخا ضرور به د قیامت په ورځ تاسو ته بیانوي هغه څه چې تاسو په هغه كې اختلاف كاوه (۹۲)

تفسیر
او تاسې مه کیږئ په ماتولو د لوظونو سره کم عقلان، د هغې کم عقلې ښځې په شان چې د خپلو وړیو او یا مالوچو په اوبدلو به ستړې شوه، او خپل سپڼسی به ئې خه کلک کړ، بیا به یې سپړوده او داسې به يې وسپړل لکه څرنګه چې مخکې د اوبدلو نه و، نو په اوبدلو او سپړلو دواړو کې به ستړې شوه، او څه مطلب به يې حاصل نه کړ، تاسې ګرځوئ خپل قسمونه سبب د دوکې چې بعضې ستاسې نه بعضو نورو لره په دې سره دوکه کوي؛ د دې لپاره چې ستاسې ډله ستاسې د دښمن د ډلې نه ډیره او مضبوطه شي، یقینا الله تعالی په تاسې باندې امتحان کوي په پوره والي د لوظونو، چې آیا تاسې دا پوره کوئ، او که ماتوئ يې؟ او خامخا به الله تعالی بیانوي تاسې ته د قیامت په ورځ هغه څه چې تاسې پکې په دنیا کې اختلاف کواه، نو ښکاره به کړي حقدرا د باطل پرست نه، او ریښتونی د دروغجن نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ