سوره النحل (مچۍ) (آیت 95)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۹۵
وَلَا تَشْتَرُوا بِعَهْدِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ إِنَّمَا عِنْدَ اللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
او تاسو د الله په عهد سره لږې پیسې مه اخلئ، بېشكه هغه څه چې د الله په نیز دي هغه تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو پوهېږئ (۹۵)
تفسیر
او تاسې مه بدلوئ د الله تعالی په لوظونو باندې بدله لږه په ماتولو ستاسو لوظونو لره، او په پریښودلو ستاسې وفا لره په دې لوظونو، بیشکه هغه مرسته او غنیمتونه چې په دنیا کې د الله تعالی سره دي، او هغه همیشني نعمتونه چې د هغه سره په اخرت کې دي ډیر غوره دي تاسې لره د هغه لږ قیمت نه چې تاسې يې د لوظ په ماتولو سره اخلئ که چیرته تاسې په دې پوهیږئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: