ته (دوى ته) ووایه: كه تاسو زما د رب د رحمت د خزانو مالكان شئ (نو) په دغه وخت كې به تاسو هرومرو امساك (بخل) وكړئ د لګېدلو (خرچ كېدو) له وېرې نه او انسان دى ډېر بخیل (۱۰۰)
تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: که چیرته تاسې اختیار لرلی د خزانو د رحمت د رب زما هغه چې نه ختمیږي او نه ورکیږي، نو په دغه وخت کې به تاسې بند کړی شوي وئ د خرچ کولو د دې خزانو نه د ویرې د ختمیدلو د هغې هسې نه چې تاسې غریبان نشئ، او د انسان طبیعت دا دی چې دا بخیل دی مګر که دا مومن وي، نو دا خرچ کوي د الله تعالی د ثواب په امید.