سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 102)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۱۰۲

قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنْزَلَ هَٰؤُلَاءِ إِلَّا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ بَصَائِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا فِرْعَوْنُ مَثْبُورًا 102 ١٠٢

ويې ويل: یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړي مګر داسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم (۱۰۲)

تفسیر
موسی -علیه السلام- هغه ته په جواب کې وویل: یقینا ته خه پوهیږي -ای فرعونه- چې نه دي نازلې کړي دې معجزو لره مګر رب د اسمانونو او د ځمکې، دا یې نازلې کړي لپاره د دلالت کولو په خپل قدرت باندې، او په ریښتنولي د خپل پیغمبر باندې، خو لیکن ته انکار کوي د دې نه، او یقینا زه په دې خه پوهیږم، ته چې یې -ای فرعونه- هلاکیدونکی تاواني یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ