او په حقه سره مونږ دا نازل كړى دى او په حقه سره نازل شوى دى۔ او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى (۱۰۵)
تفسیر
او په حقه سره مونږ نازل کړی دا قرآن کریم په محمد صلی الله علیه وسلم باندې، او په حقه سره په هغه باندې نازل شوی پغیر د تبدیل او تحریف نه، او مونږ ته نه یې لیږلی -ای پیغمبره- مګر زیری ورکوونکی متقیانو ته په جنت باندې، او ویره ورکوونکی کافرانو او نافرمانو ته د اور نه.