او (مونږه) قرآن (نازل كړى دى) مونږ هغه ټوټه ټوټه (نازل) كړى دى، د دې لپاره چې ته دا خلقو ته ولولې په ارام (او وقفې) سره او مونږ دا نازل كړى دى (لږ لږ) نازلول (۱۰۶)
تفسیر
او مونږ نازل کړی دې لره قرآن کریم جدا جدا، او مونږ بیان کړی دې لره، امید دی چې ته یې ولولې په خلکو باندې په ارام ارام سره په تلاوت کولو کې؛ ځکه چې داسې لوستل ډیر نږدې دي فهم اخیستلو او سوچ کولو ته، او مونږ نازل کړی دا قرآن کریم لږ لږ جدا جدا د حادثو او حالاتو مطابق.