سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 107)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۱۰۷
قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا ۚ إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا
ته (دوى ته) ووایه چې تاسو په ده ایمان راوړئ، یا ایمان مه راوړئ، بېشكه هغه كسان چې له دغه (قرآن) نه مخكې هغوى ته علم وركړى شوى دى، كله چې هغوى ته دا لوستى شي (نو) هغوى په زنو باندې نسكور پرېوځي، چې سجده كوونكي وي (۱۰۷)
تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره-: ایمان راوړئ تاسې په دې قرآن کریم باندې، نو نه زیاتوي دې قرآن کریم لره ایمان راوړل ستاسې هیڅ شی، او که ایمان پرې رانه وړئ، نو نه کموي دې لره ستاسې کفر کول هیڅ شی، یقینا هغه کسان چې پخواني اسماني کتابونه یې لوستلي، او وحې او پیغمبري يې پیژندلې کله چې په دوی باندې قرآن کریم ولوستل شي پریوځي په خپلو مخونو (تندو) باندې الله تعالی ته سجده کوونکي د شکر کولو د وجې نه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: