سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 111)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۱۱۱

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا 111 ١١١

او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لپاره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره به بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغه لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او ته د هغه لويي بیانوه، لويي كامله (۱۱۱)

تفسیر
او ووایه -ای پیغمبره-: ټول ثنا او صفت خاص الله تعالی لره دي لایق دی د قسما قسم ثنا او صفتونو هغه چې پاک دی د زوی (نازولي) نه، او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو نشته هغه لره څوک شریک د هغه په بادشاهۍ کې، او نه رسیږي هغه ته عجز او کمزوري، نو ضرورت نه لري چا ته چې مرسته او مدد ورسره وکړي، او لویي بیان کړه د دغه ذات لویي ډيره، نو هغه ته د زوی (نازولي) او په بادشاهۍ کې د شریکوال او مرسته کوونکي او مددګار نسبت مه کوه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ