سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۱۳

وَكُلَّ إِنْسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ ۖ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنْشُورًا 13 ١٣

او هر انسان لره، مونږ هغه ته خپل عمل د هغه په غاړه كې لازم كړى دى او د قیامت په ورځ به ده ته یو كتاب راوباسو چې ورسره به مخامخ شي، په داسې حال كې چې غوړېدلى به وي (۱۳)

تفسیر
او هر انسان لره ګرځولی مونږ د هغه عمل چې هغه یې کوي لازم هغه لره داسې لکه څرنګه چې غاړکۍ (امیل) په غاړې پسې لازم وي، د هغه څخه نه جدا کیږي تر دې چې حساب ورسره پرې وشي، او مونږ به راوباسو دې لره د قیامت په ورځ داسې یو کتاب چې پدې کې به ټول هغه د خیر او شر کارونه وي چې دې کړي او دی به یې خپلی مخې ته پرانیستی او غوړیدلی وویني.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ