سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۱۶

وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا 16 ١٦

او كله چې مونږ اراده وكړو چې یو كلى هلاك كړو (نو) مونږ د هغه (كلي) كبرجنو مالدارو ته حكم وكړو، نو هغوى په ده كې فسق وكړي، نو په هغه باندې خبره ثابته شي، بیا مونږ هغه هلاك كړو، سخت هلاك كول (۱۶)

تفسیر
او کله چې مونږ اراده وکړو د هلاکولو د یو قوم د هغوی د ظلم له وجې؛ نو امر وکړو په تابعدارۍ سره هغه چا ته چې غرور کې اچولی هغوی لره نعمتونو نو هغوی تابعداري ونه کړه، بلکې نافرماني یې وکړه او د تابعدارۍ څخه ووتل، نو ریښتیا شو په دوی باندې عذاب د بیخ کندۍ ایستلو، نو مونږ هلاک کړل هغوی په هلاکولو د بیخ کندۍ سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ