سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۲۷

إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ ۖ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا 27 ٢٧

بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى (۲۷)

تفسیر
یقینا هغه کسان چې خرچ کوي مالونه خپل په ګناهونو کې، او زیاتي کوونکي په خرچ کولو کې وروڼه د شیطانانو دي، تابعداري کوي د هغوی په هغه څه کې چې امر ورته پرې کوي د بې ځایه خرچ کولو نه او زیاتي کولو نه، او دی شیطان خپل رب لره ناشکري کوونکی، نو نه کوي مګر هغه کار چې په هغه کې نافرماني وي، او امر نه کوي مګر په هغه څه چې د هغه رب غصه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ