سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۲

وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا مِنْ دُونِي وَكِيلًا 2 ٢

او مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و، چې تاسو زما نه غیر هېڅ كارساز مه نیسئ (۲)

تفسیر
او ورکړی و مونږ موسی -علیه السلام- ته تورات او ګرځولی و مونږ دې لره هدایت کوونکی او ښودونکی بني اسرایېلو لره، او مونږ بني اسرایېلو ته ویلي و: مه نیسئ پرته زما څخه څوک ذمه وار چې خپل کارونه ورته سپارئ، بلکې یواځې په ما باندې ځان وسپارئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ