سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 37)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۳۷
وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا
او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه چې ته به ځمكه بېخي څیرې نه كړى شې او په اوږدوالي كې به غرونو ته بېخي ونه رسېږې (۳۷)
تفسیر
او مه ګرځه په ځمکه کې په تکبر او لویي کولو سره، یقینا که ته په ځمکه کې لویي کوونکي وګرځې نو ته ځمکه په خپلو ګرځیدلو نشي څیري کولی، او ستا قد هم هغه اندازې ته نشي رسیدلی کومې ته چې غرونه رسیدلي په اوچتوالي او اوږدوالي کې، نو بیا د څه وجې نه تکبر او لويي کوې؟!
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: