سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۳

وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا 53 ٥٣

او ته زما بنده ګانو ته ووایه چې هغه خبره دې وايي چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه شیطان د دوى په مینځ كې دښمني اچوي، بېشكه شیطان د انسان لپاره له شروع نه ښكاره دښمن دى (۵۳)

تفسیر
او ووایه -ای پیغمبره- زما هغو بندګانو ته چې په ما یې ایمان راوړی: ودې کړي دوی ښایسته خبرې کله چې دوی د یو بل سره خبرې کوي، او ځان دې وساتي د بدې نفرت پیداکوونکې کلمې نه؛ ځکه چې شیطان دا غنیمت ګڼي نو د دوی تر منځ په دنیوي او اخروي زندګۍ کې د فساد اچولو کوشش کوي، یقینا شیطان چې دی هغه دښمن دی ښکاره دښمني کوونکی، نو په مومن باندې لازمه ده چې د شیطان نه ځان وساتي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ