سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۴

رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ ۖ إِنْ يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِنْ يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ ۚ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا 54 ٥٤

ستاسو رب په تاسو ښه پوه دى، كه هغه وغواړي (نو) په تاسو به رحم وكړي او كه هغه وغواړي (نو) تاسو ته به عذاب دركړي او ته مونږ په دوى باندې ذمه وار نه يې لېږلى (۵۴)

تفسیر
رب ستاسې -ای خلکو- ښه پوهه دی په تاسې، نو پټ نه پاتې کيږي په هغه باندې ستاسې نه هیڅ شی، که چیرته وغواړي چې رحم وکړي په تاسې نو رحم به درباندې وکړي داسې چې د ایمان او نیک عمل طرف ته به توفیق درکړي، او که چیرته وغواړي چې عذاب درکړي تاسې ته عذاب به درکړي داسې چې لرې به مو کړي د ایمان نه او په کفر به مو مړه کړي، او مونږ نه یې لیږلی ته -ای پیغمبره- په دوی باندې ذمه وار چې ته یې په ایمان مجبورکړې، او د کفر نه یې بند کړې، او د دوی عملونه حساب کړې، یقینا ته خو رسوونکی یې د الله تعالی له طرفه د هغه څه چې تا ته یې پرې د رسولو امر کړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ