سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 57)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۷

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَىٰ رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ ۚ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا 57 ٥٧

دغه خلق چې دوى يې بلي، هغه خلق دي چې خپل رب ته وسیله لټوي چې په دوى كې كوم یو زیات قریب دى، او د هغه د رحمت امېد لري او د هغه له عذابه وېرېږي، بېشكه ستا د رب عذاب له همېشه داسې دى چې وېره ترې وكړى شي (۵۷)

تفسیر
دغه کسان چې دوی ورته رامدد شه وایي د ملاېکو او نورو نه؛ هغوی پخپله لټوي هغه نیک عمل چې دوی الله تعالی ته نږدې کړي، او دوی په دې کې یو بل سره مقابله کوي چې کوم یو دې ته په تابعدارۍ کې ډیر نږدې دی، او دوی د الله تعالی د رحمت امید لري، او د هغه د عذاب نه ویریږي، یقینا ستا د رب عذاب -ای پیغمبره- باید د هغه نه ویره وشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ