سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶۰

وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ ۚ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلَّا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآنِ ۚ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَانًا كَبِيرًا 60 ٦٠

او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته وویل: بېشكه ستا رب ټول خلق راګېر كړي دي او مونږ هغه منظره چې مونږ تا ته وښووله نه ده ګرځولې مګر د خلقو لپاره ازمايش او هغه ونه چې په قرآن كې پرې لعنت كړى شوى دى او مونږ دوى وېروو، نو (دغه وېرول) دوى ته نه زیاتوي مګر ډېره لويه سركشي (۶۰)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ تا ته وویل: یقینا ستا رب راګیر کړي ټول خلک په خپل قدرت کې، نو دوی ټول د هغه په تسلط او ګیر کې دي، او الله تعالی ساتونکی دی تا لره د دوی نه، نو ته ورسوه هغه څه چې تا ته یې په رسولو امر شوی، او مونږ نه دي ګرځولي هغه څه چې مونږ په سترګو ښودلي و تا ته د اسرا په شپه باندې مګر امتحان او ازمیښت لپاره د خلکو، چې آیا دوی دا ریښتیا ګڼي، او که دروغ یې ګڼي؟ او مونږ نده ګرځولی ونه د زقوم - چې په قرآن کریم کې ذکر شوې چې دا د جهنم په یخ کې راټوکیږي - مګر ازمیښت د دوی لپاره، نو کله چې دوی په دې داوړو معجزو ایمان را نه وړ نو دوی هیڅکله په نورو ایمان نه راوړي، او مونږ ویره ورکوو دوی لره په رالیږلو د معجزو، نو نه زیاتي کوي دوی لره دا ویره په رالیږلو د دې معجزو مګر زیاتی په کفر کې او ډیروالی په ګمراهۍ کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ