سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶۱

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا 61 ٦١

او كله چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه غیر له ابلیس نه، هغه وویل: ایا زه هغه چا ته سجده وكړم چې تا له خټې پېدا كړى دى (۶۱)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې مونږ ملاېکو ته وویل: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام او سلام نه سجده د عبادت، نو هغوی ټولو د الله تعالی امر ومانه او ټولو ادم -علیه السلام- ته سجده وکړه، مګر ابلیس لويي او تکبر وکړ د دې نه چې ادم -علیه السلام- ته سجده وکړي او ویې ویل: ایا زه سجده وکړم هغه چا ته چې تا د خټې نه پیدا کړی، او زه تا د اور نه پیداکړی یم؟! نو زه خو د هغه نه ډیر عزتمند یم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ