سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 62)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶۲

قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَٰذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إِلَّا قَلِيلًا 62 ٦٢

هغه وویل: ما ته خبر راكړه! دا سړى چې تا دا په ما باندې بهتر كړى دى، یقینًا كه تا زه د قیامت د ورځې پورې وروسته كړم (نو) زه به خامخا هرومرو د ده د اولادې بېخ وباسم، سوا له لږو څخه (۶۲)

تفسیر
ابلیس خپل رب ته وویل: خبر راکړه ما ته د دې مخلوق باره کې چې تا په ما باندې ده ته عزت ورکړی داسې چې ما ته دې هغه ته د سجدې کولو امر وکړ؟ که تا چیرته زه ژوندې پریښودم د دنیا د اخرې وخت پورې نو زه به خامخا امیدونه ورکړم د هغه بچو ته او بې لارې به یې کړم ستا د نیغې لارې نه مګر لږ د دوی نه چې تا بچ وساتل، او هغوی ستا خاص بندګان دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ