سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶۶

رَبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا 66 ٦٦

ستاسو رب هغه دى چې تاسو لپاره په سمندر كې بېړۍ روانوي، د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل ولټوئ، بېشكه هغه په تاسو له شروع نه ډېر رحم كوونكى دى (۶۶)

تفسیر
رب ستاسې -ای خلکو- خاص هغه ذات دی چې چلوي تاسې لره کښتۍ په سمندر کې د دې لپاره چې تاسې د هغه رزق ولټوئ د تجارت په ګټو او نورو سره، یقینا دا الله تعالی په تاسې باندې مهربانه دی داسې چې تاسو لره یې دا وسایل اسانه کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ