سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 67)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶۷

وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُونَ إِلَّا إِيَّاهُ ۖ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ ۚ وَكَانَ الْإِنْسَانُ كَفُورًا 67 ٦٧

او كله چې تاسو ته په سمندر كې سختي درورسېږي (، نو) هغه څوك (ستاسو له فكره) ورك شي چې تاسو يې بلئ مګر يواځې هغه (الله بلئ)، نو كله چې تاسو وچې ته بچ كړي (، نو) تاسو مخ اړوئ (له توحیده) او انسان دى ډېر ناشكره (۶۷)

تفسیر
او کله چې ورسیږي تاسې ته -ای مشرکینو- مصیبت او سختي په سمندر کې تر دې چې تاسې د هلاکیدلو نه وویریږئ نو ستاسې د ذهنونو نه هغه معبودان ورک شي چې تاسې به یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، او نه یادوئ مګر الله تعالی نو د هغه نه بیا مرسته غواړئ، نو هر کله چې هغه ستاسې مرسته وکړي او تاسې بچ کړي د هغه څه نه چې تاسې ترې ویریدلئ، او تاسې وچې ته شئ مخ واړوئ د هغه د توحید او د هغه د یواځې رابللو نه، او بیا خپلو بتانو ته وګرځئ، او دی انسان انکار کوونکی د الله تعالی نعمتونو لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ