سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶۸

أَفَأَمِنْتُمْ أَنْ يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ وَكِيلًا 68 ٦٨

ایا نو تاسو له دې نه په امان كې یئ چې هغه تاسو د وچې ځمكې په یوه خوا كې ډوب (ښخ) كړي، یا پر تاسو باندې كاڼي وروونكى سخت باد راولېږي (او) بیا تاسو د خپل ځان لپاره هېڅ ساتونكى ونه مومئ (۶۸)

تفسیر
آیا بې غمه یاست -ای مشرکینو- کله چې ئې تاسې لره وچې ته نجات درکړو د دې نه چې په تاسې به دا وغورځوي؟ او ایا بېغمه تاسې د دې نه چې راوبه وروي په تاسې باندې د بره نه کاڼي لکه د لوط -علیه السلام- په قوم چې یې راورولي وو، بیا به تاسې بیا نه مومئ څوک ساتونکی چې تاسې وساتي، او نه څوک مددګار چې تاسې د هلاکت نه بچ کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ