سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۶

ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا 6 ٦

بیا مونږ بېرته تاسو ته پر هغوى باندې غلبه دروګرځوله او ستاسو مدد مو وكړ په مالونو او زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ په لحاظ بېخي زیات كړئ (۶)

تفسیر
بیا مونږ بیرته تاسې ته غلبه او حکومت درکړ -ای بني اسرایېلو- په هغه چا باندې چې په تاسې مسلط کړی شوي وو کله چې تاسې الله تعالی ته توبه وویستله، او زیات مو کړل تاسې لره مالونه وروسته د هغې نه چې ستاسې نه په زور اخیستل شوي و، او زامن مو درکړل وروسته د غلامان کیدلو د هغوی نه، او ومو ګرځولئ تاسې ډیره ډله ستاسې د دښمن نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ