او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان (۸۲)
تفسیر
او نازلوو مونږ دقرآن کریم نه هغه چې شفا ده د زړونو لپاره د ناپوهۍ او کفر او شک نه، او هغه چې شفا ده لپاره د بدنونو کله چې پرې دم شي، او هغه چې رحمت دی لپاره د هغو مومنانو چې عمل پرې کوي، او نه زیاتوي دا قرآن کافرانو لره مګر هلاکت؛ ځکه چې د قرآن کریم اوریدل دوی په غصه کوي، او دوی لره تکذیب او مخ اړول نور هم زیاتوي.