سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 94)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۹۴

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَىٰ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَبَعَثَ اللَّهُ بَشَرًا رَسُولًا 94 ٩٤

او خلق د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: ایا الله یو انسان رسول رالېږلى دى! (۹۴)

تفسیر
او نه دي بند کړي کافرانو لره د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او د عمل کولو نه په هغه څه چې پیغمبر پرې راتګ کړی مګر انکار کول د دوی دې خبرې لره چې پیغمبر دې د انسانانو له جنس څخه وي، کله چې وویل دوی په داسې حال کې چې بد ګڼوونکي وو او اعتراض کوونکي وو: ایا الله تعالی مونږ ته د انسانانو څخه پیغمبر رالیږلی؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ