سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 95)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
17
الإسراء(الإسراء)، آیت ۹۵
قُلْ لَوْ كَانَ فِي الْأَرْضِ مَلَائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَسُولًا
ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو په ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له اسمان نه مَلك رسول رالېږلى وى (۹۵)
تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره- د دوی په جواب کې: که چیرته په ځمکه کې ملاېکې وې چې اوسیدلې پکې او په ارام سره پکې ګرځیدلې لکه ستاسو په شان نو مونږ به دوی ته ملاېک پیغمبر د دوی د جنس نه رالیږلی و؛ ځکه چې هغه کولی شي چې دوی پوه کړي په هغه څه چې پرې رالیږل شوی، نو دا د حکمت کار نه دی چې مونږ دې هغوی ته د انسانانو څخه پیغمبر ولیږو، او همداسې حال ستاسې هم دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: