سوره الکهف (غار) (آیت 10)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۱۰
إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا
(یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه، نو ويې ويل: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې هدایت برابر كړه (۱۰)
تفسیر
یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې پناه ونیوله مومنو ځوانانو د وجې د تختولو په خپل دین سره، نو دوی خپل رب ته په خپلو دعاګانو کې وویل: ای زمونږه ربه! راکړي مونږ ته ستا له طرفه مهرباني داسې چې مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه، او مونږ د خپل دښمن نه بچ کړه، او وګرځوه مونږ لره د هجرت کولو له چارې څخه د کافرانو نه او د ایمان راوړلو او پرې ټېنګیدلو څخه ښودنه د حق لارې ته او برابروالی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: