سوره الکهف (غار) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۱۴

وَرَبَطْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَٰهًا ۖ لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا 14 ١٤

او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ بل معبود وباله نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره ویلې وي (۱۴)

تفسیر
او کلک کړي وو مونږ زړونه د دوی په ایمان او په هغه باندې په ثابت پاتي کیدلو، او په صبر کولو سره په پریښودلو د وطنونو د ایمان د وجې، کله چې دوی د کافر باچا مخکې یواځې په الله تعالی د ایمان لرلو اعلان وکړ، نو دوی ورته وویل: رب زمونږ هغه چې مونږ پرې یوازې ایمان راوړی او د هغه بندګي مو کړی رب د اسمانونو او د ځمکې دی، مونږ بندګي نه کوو پرته د هغه نه د هیڅ یو په دروغو سره جوړ شوي معبود، یقینا مونږ به ویلي وي -که چیرته مونږ د هغه نه پرته د چا بندګي وکړه- وینا ظالمانه لری د حق نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ