سوره الکهف (غار) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۱۶

وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُمْ مِنْ أَمْرِكُمْ مِرْفَقًا 16 ١٦

او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي (۱۶)

تفسیر
او کله چې تاسې په څنګ شوئ د خپل قوم څخه، او پریښودل تاسې هغه څه چې دوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوله، نو تاسې بندګي نه کوله مګر یواځې د الله تعالی، نو پناه ویسئ غار ته لپاره د تختولو د خپل دین ستاسې پراخه به کړي تاسې ته ستاسې رب د خپل رحمت او مهربانۍ څخه هغه څه چې تاسې پرې ساتي ستاسې د دښمن نه او حفاظت مو کوي، او اسان به کړي تاسې لره ستاسې د کار نه هغه چې تاسې پرې فایده اخلئ د هغه څه نه چې تاسې ته پرې بدله درکوي د زندګۍ تیرولو نه ستاسې د قوم په منځ کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ