سوره الکهف (غار) (آیت 29)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۲۹
وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ۚ وَإِنْ يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ ۚ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا
او ته (دوى ته) ووایه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (د ایمان) اراده وكړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (د كفر) اراده وكړې، نو هغه دې كافر شي، بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې چاپېره شوي دي۔ او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسي وشي لكه زوې (د تیلو خټ) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه مشروب او دغه بد ځاى دى د اوسېدلو (۲۹)
تفسیر
او وایه -ای پیغمبره- دې د الله تعالی د ذکر نه بې پروا خلکو ته د دوی د زړونو د غفلت د وجې نه: ما چې تاسې ته کوم څه راوړي خاص همدا حق دی، او دا د الله تعالی له طرفه دی نه زما له طرفه، او زه نه یم قبلوونکی ستاسو د مطالبو زما نه چې زه دې مومنان د خپل ځانه وشړم، نو څوک چې ستاسې نه غواړي چې ایمان راوړي په دې حق باندې نو ایمان دې پرې راوړي، او خامخا به یې په بدلې خوشحالیږي، او څوک چې ستاسې نه غواړي کفر پرې وکړي نو کفر دې وکړي، او خامخا به غمجن کیږي په هغې سزا چې دا یې انتظار کوي، یقینا مونږ تیار کړی په خپل ځان باندې ظلم کوونکو خلکو لره په اختیارولو د کفر سره اور لوی چې راګیروی به دوی د هغه دیوالونه، نو دوی وسع نه لري د تېښتې د دې نه، او که چیرته دوی مرسته وغواړي د اوبو د هغې سختې تندې د وجې چې دوی ته رسیدلې د دوی مرسته به وشي په داسې اوبو سره لکه ویلي کړی شوي تیل ډیر ګرم، وریتوي به مخونه د دوی د ډیرې ګرمۍ نه، ډیر بد دي دا څښل چې د دوی مدد پرې کیدلی شي، نو پس دا تنده نه ماتوي بلکې نوره یې هم زیاتوي، او نه هغه لمبې مړې کوي کومې چې د دوی پوستکی سوځوي، او ډیر بد دی دا اور ځای د ورتللو چې دوی ورته ورځي، او ځای د اوسیدلو چې دوی پکې اوسیږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: