سوره الکهف (غار) (آیت 30)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۳۰
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، (، نو) بېشكه مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى (۳۰)
تفسیر
یقینا هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه نو یقینا دوی ښایسته کړي خپل عملونه نو دوی لره دی ثواب لوی، بیشکه مونږ نه ضایع کوو ثواب د هغه چا چې ښایسته عمل یې کړی وي، بلکه مونږ ورکوو دوی ته بدلې د دوی پوره پوره پرته له څه نقصانه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: