سوره الکهف (غار) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۳۲

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا 32 ٣٢

او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى (۳۲)

تفسیر
او ای رسوله د هغو دوو کسانو چې يو کافر بل مؤمن و بېلګه بيان کړه، کافر ته مو له انګورو دوه باغونه ورکړي وو، پر دواړو باغونو مو د خرما ونې چاپېرې کړې وې او په خالي ځايونو کې مو کښتونه را شنه کړي وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ