سوره الکهف (غار) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۳۴

وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَاحِبِهِ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَنَا أَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا 34 ٣٤

او د ده لپاره نورې مېوې هم شته، نو ده خپل ملګري ته وویل، په دې حال كې چې یو بل سره يې خبرې كولې: زه له تا نه په مال كې زیات یم او په ملاتړ (سړیو) كې ډېر غالب یم (۳۴)

تفسیر
او وو د دې باغ والا نور مالونه او میوې هم، نو ویې ویل خپل مسلمان ملګري ته په داسې حال کې چې خبرې یې ورسره کولی د دې لپاره چې په هغه باندې تاثیر وکړي او مغرور وو: یقینا زه زیات یم ستا نه په اعتبار د مال سره، او عزتمند یم ستا نه په اعتبار د طرف، او ډیر قوي یم ستا نه په اعتبار د قوم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ