سوره الکهف (غار) (آیت 37)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۳۷
قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلًا
ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كافر شوى يې چې ته يې له خاورو پیداكړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې (۳۷)
تفسیر
وویل دې ته خپل مومن ملګري په داسې حال کې چې جواب یې ورته ورکاوه: آیا کفر وکړ تا په هغه ذات چې پیدا کړی یې دی ستا پلار ادم -علیه السلام- د خاورې نه، بیا یې پیداکړی یې ته د منۍ نه، بیا یې ستا نه نر انسان جوړ کړی، او ستا غړي یې برابر کړي او ته یې پوره کړی یې، نو پس هغه ذات چې په دې ټولو کارونو قادر دی ستا په بیرته راژوندې کولو هم قادر دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: